د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۱۳
د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه سرته رسولي دي:
1.    د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو سربېره د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو، تمیزونو، ښاري ابتدائیه محاکمو، ولسوالیو ابتدائیه محاکمو او د حقوقو آمریتونو د اجراآتو راپورونه راټول او له تحلیل، ترتیب او توحید وروسته اړوندو ادارو ته د اجراآتو په موخه لېږل شوي دي. دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت د حقونو په اړه ځانګړي راپورونه هم په ټاکل شويو وختونو کې راټول او ادارو ته لېږل شوي دي.
2.    د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو د یوې ربعې د حاضرۍ راپورونه راټول او له توحید وروسته اړوندو ادارو ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
3.    د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د ریاست الوزراء عالي مقام د 40 قطعه احکامو راپورونه راټول؛ له ترتیب او توحید وروسته له اړوند مقاماتو سره د بعدي اجراآتو په موخه شریک شوي دي.
4.    د تطبیقي پلان له مخې د مرکزي ریاستونو ټول فعالیتونه په حضوري ډول نظارت شوي دي، د نظارت پروسې تر بشپړېدو وروسته یې راپورونه ترتیب او له اړوندو مقاماتو سره شریک شوي دي.
5.    د پراختیايي پروژو د پرمختګ، خنډونو او ستونزو راپورونه د اقتصاد وزارت په همغږۍ ترتیب او شریک شوي دي.
6.    په جنګلک سیمه کې د قضاتو لپاره د ۲۰ کورونو د جوړولو پروژې، د جنګلک پروژې د ساختماني موادو لابراتواري ازموینې او کنټرول، د سترې محکمې په انګړ کې د نظامي منسوبینو لپاره د دوه منزله تهکوي تعمیر د کانکریټ او سیخ‌ګول ازموینې، د آرشیف لپاره د فلزي الماریو د جوړولو پروژې او د ابتدائیه محکمې اړوند د ترانسپورټ لپاره د ورکشاپ د جوړولو دوامداره څارنه او نظارت ترسره شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار