د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په 4مه نېټه پنجشېر ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي په پيل کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان (محبس) او توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس او توقیف‌خونو اړوند ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (7) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
هیئت د محاکمو اړوند شته ضرورتونه، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت کړې او په پای کې د اړتیاوو د پوره کولو، د خنډونو له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړونده مسايل يې په جلا جلا توګه ورسره شریک کړل.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له ځینو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده موضوعاتو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د 1447هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په 11مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۶
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های خواجه عمری و رشیدان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با همراهی مولوی عبدالقدوس مفتی دیوان مدنی مرافعه، مولوی حمیدالله (حماد) عضو محرر محکمۀ اختصاصی و مدیر مالی محکمۀ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

بازگشت به اخبار