د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۰۶۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۹/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۰۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۵۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۶۹۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۰۹) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
