د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي
د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۲۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۵) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۱۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
