د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۵۱) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې فيصله شوې، (۲۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۰۳) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۱۷) دوسيې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيه فیصله شوې، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
