د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغهيي ولسوالیو ته سفر وکړ
د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغهيي ولسوالیو ته د ابتدائیه محاکمو د کړنو د څارنې په موخه سفر وکړ.
د مرافعه محکمې رئيس د یادو ابتدائیه محاکمو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت او چټکتیا سره په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ، کوم خلک چې تاسو ته مراجعه کوي، د هغوی سره نېک او اسلامي چلند وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د مراجعينو خبرې او شکایتونه په صبر، زغم او پراخې حوصلې سره واورئ، ښايي په دوی کې زیات داسې کسان وي چی کړېدلي او زورېدلی وي او په ډېرو هیلو سره یې تاسو ته خپل شکایت راوړی وي، نو له همدې امله تاسو ټولو څخه هیله لرم چې دغسې خلک مه ناهیلي کوئ، تر څو مو الله تعالی له خپل دربارڅخه ناهیلي نکړي.
