د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه
د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست استازو په ګډون، په ۱۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حفیظ الله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د امارتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ، د مجرمینو اړوند قضیو د څېړلو، زندانیانو او ځینې نورو موضوعاتو اړوند خبرې وکړې.
د غونډې په دوام د متحدالمآلونو او هدایاتو په رڼا کې یادو موضوعاتو ته د عاجلې رسېدنې، د ستونزو د مخنیوي، د اصولي کړنو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د پېښو د مخنيوي په تړاو بحث وشو، له بحث څخه وروسته د یادو موضوعاتو په اړه نهايي پرېکړې له ګډونوالو سره شريکې او په تطبيق يې مکلف شول.
د غونډې په وروستيو کې د امنیتي ارګانونو مسؤولینو لخوا د مرافعه محکمې رئيس ته د همکارۍ پوره ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
