د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه
د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د امنیه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارتخونو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې په یادو نظارتخونو کې له شته کسانو نظارت وکړ، د کوم بندي چې د نظارت خونې موده پوره وه، هدايت يې ورکړ، چې دوسيې يې ترتيب او ابتدائيه محکمې ته يې راولېږي او کوم کسان، چې د برائت مستحق وو، هغوی ته برائت ورکړل شو.
دغه راز یاد پلاوي مسئولينو ته هدایت وکړ، چې تاسو بندیان تر ټاکلي مودې څخه زیات په بند کې مه ځنډوئ، دوسیې ورته ترتیبوئ او اړوند محکمې ته يې لېږئ.
