د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په لومړۍ نېټه فاریاب ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د فاریاب ولایت له مرکزي زندان او توقیفخونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیفخونې اړوند نارینهوو، ښځینهوو او ماشومانو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۱۸) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د فاریاب ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له والي او د ولسوالیو له ځينو مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد.
