د اروزګان ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یو شمېر قاضيانو او د علماوو د شورا له رئیس او غړو سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۴:۵۵
د اروزګان ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یو شمېر قاضيانو او د علماوو د شورا له رئیس او غړو سره وکتل

 

په ۱۴۴۴/۱۱/۲۶ھ.ق نېټه د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د ښاري محکمې د قاضیانو او د علماوو شورا رئیس او نورو غړو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

غونډه د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد(ابوالتقي) د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او وروسته یې د مراجعینو پر یو ډول ستونزو او مشکلاتو باندې خبرې وکړې او وویل، چې مراجعین باید حتی الوسع زموږ څخه نا هیلې ولاړه نه شي، کومې ستونزې او مشکلات چې لري هغه باید د اصولو او شریعت په رڼا کې ور حل کړو.

 د مرافعه محکمې عمومي رئیس زیاته کړه، چې له مراجعینو سره نېک او مناسب چلند زموږ ټولو مسؤلیت او مکلفیت دی،‌ هر هیوادوال چې محکمې ته مراجعه کوي هغه حقونه يې باید محفوظ وي کوم چې اسلامي شریعت او قانون ورکړي دي او هیڅ یو يې باید له خپلو حقونو بې برخې نه شي.

د اروزګان ولایت د علماوو شورا عمومي رئیس د محاکمو د مسؤلینو څخه خوښي وښودل چې د خلکو ستونزې او مشکلات مو پر وخت حل کړي او هغو ته مو پر وخت حل لاره برابر کړې، د علماوو شورا رئیس د محاکمو مسؤلینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او وویل، چې موږ ستاسو سره تل همکار یو.

یاده لیدنه په دعائيه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی