د بلخ محاکمو په درې اونيوو کې د (٤٥٦) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (٤٣٦) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۰:۱۸
د بلخ محاکمو په درې اونيوو کې د (٤٥٦) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (٤٣٦) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولایت مرافعه محکمې، د ښاري محکمې دېوانونو، د زون نظامي محکمې او ټولو ابداٸيه محاکمو په درې اونیوو کې له (٢٨/ ١١/ ١٤٤٤ هـ ق څخه تر  ١٨/ ١٢/ ١٤٤٤ هـ ق نېټې) پورې د (٤٥٦) قضيو پر حل او فصل سربېره، (٤٣٦) وثيقې هم اجرا کړې دي چې پوره جزئیات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
يادې محکمې ته په حقوقي برخه کې (٢٨٠) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې. له دې جملې څخه (٢٥) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (٢١٣) دوسيو په تړاو قضاٸي قرارونه صادر شوي، (٤٥) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزاٸي برخه کې:
يادې محکمې ته په جزاٸي برخه کې (١٨٤) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وي. له دې جملې څخه (٩) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (٥٥) دوسیو په تړاو قضاٸي قرارونه صادر شوي، (٥٣) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
يادې محکمې ته په تجارتي برخه کې (١١٨) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وي. له دې جملې څخه (١٦) دوسیې مکتوبي مسترد شوې، د (٢٧) دوسیو په تړاو قضاٸي قرار صادر شوي، (١٣) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو د درې اونيوو په ترڅ کې (٤٣٦) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی