د دایکنډي ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۴:۴۵
د دایکنډي ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له محبس څخه ليدنه وکړه


د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۸مه نېټه د دایکنډي ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ عبدالکریم (محمدي) د تحریراتو د آمر نصرالله (ابراهیمي) په ملتیا د ياد ولایت له مرکزي عمومي محبس څخه ليدنه وکړه.                                                                                                                                                                
د يادې ليدنې په ترڅ کې له ټولو نارینه وو او ښځو بنديانو څخه د دوی د وضعیت په اړه پوښتنې وشوې چې د مسٶولينو له چلند او رفتار څخه تر ډېره حده خوښ او راضي وو، د کومو بنديانو چې د قيد موده ډېره وه د ځانګړي ترحم او شفقت له مخې يې دوسيې د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام ته ولېږل شوې.
د يادې ليدنې په پاى کې د ټولو بنديانو ستونزې واورېدل شوې، د زندان مسٶولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او د زندان د آمر هڅې د بنديانو د اصلاح او رفتار په برخه کې وستايل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی