د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

org_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکاتو اداره پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د [۱۴۰۱ مالي کال لپاره د سترې محکمې د دفترونو لپاره د پرېنټر او فوټوکاپي ماشینونو د ۳۷ قلمه رنګونو د تدارک] د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي او خپل آفرونه په شرط پاڼه کې د ذکر شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سر بسته ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۶/۷/۱۴۰۱ هـ ش نېټې تر ۱۰:۱۵ بجو د کابل ښار نهمه ناحیه، صحت عامه څلور لاري کې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

د آفر تضمین په نغدي ډول (نغدي یا بانکي تضمین)  [۷۲۰۰۰] دوه اویا زره افغانۍ دی. د آفرونو پرانیسته (آفرګشايي)  په ۶/۷/۱۴۰۱ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.

نوټ: د آفرونو له پرانیستې (آفرګشايي) مخکې ناسته په ۲۷/۶/۱۴۰۱ هـ ش نېټه د سترې محکمې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو  له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره  د سمیر رسول لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۳۳۴۵-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۲۶) قلمه پرینټر رنګونو د تدارکاتو . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي ریاست لپاره د (۲۶) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارکاتو په . . .

Back to announcements