د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۵مه غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۳۵
د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۵مه غونډه ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ (۲۱/جمادی الثانیه /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۵مه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه، د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو پنځو (۵) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې. 
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی