د سترې محکمې د عالي شورا ۲۷مه غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۵۳
د سترې محکمې د عالي شورا ۲۷مه غونډه ترسره شوه

 

 

دوشنبه ( ۲۳/۱۱/۱۴۴۴ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا ۲۷مه غونډه ترسره شوه.

 

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

 

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو  (۸) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

 

د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی