د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې له استازو سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۹:۵۰
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې له استازو سره وکتل

 

نن یکشنبه (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۹مه نېټه) د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې له استازو سره د سترې محکمې د مقام په دفتر کې وکتل.
په یاده لیدنه کې چې قطر هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست محترم ډاکټر محمد نعیم وردګ، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مقام دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني) او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) هم ګډون درلود، د اسلامي نړۍ راغلي وفد علماوو تر هرکلي وروسته په بېلا، بېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د اسلامي نړۍ له علماوو سره په دې لیدنه کې وویل، په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمېدل د الله تعالی ډېره لویه پېروزینه ده چې دا دی په سبب یې موږ او تاسو سره یوځای شوي یو او موخه مو هم یوازې او یوازې د الله (جل جلاله) رضا ده.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه، افغان ولس په ګران هیواد افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره په تېرو څلورو لسیزو کې ډېر سخت مشکلات وګالل، چې بالآخره اوس الحمدلله د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مسلمانانو د دعاوو په برکت افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو او افغانان اوس له یوه سوچه اسلامي نظام څخه برخمن دي.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات وویل، موږ د ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه قطر هیواد له علماوو څخه مننه کوو چې تل یې له موږ سره لازمه همکاري او مرسته کړې ده.

محترم شیخ صاحب زیاته کړه، الله تعالی پر موږ دا لویه پېرزوینه وکړه چې په اسلامي نظام یې ونازولو او موږ ته یې د واک فرصت راکړ، خو دا څوکۍ او دندې موږ امتیاز نه ګڼو؛ بلکې دا یو الهي راسپارل شوی امانت دی چې د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو لپاره موږ تل نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوو او لا هم ځانونه سنګر کې مېشت بولو، د کفر له اشغاله مو ځانونه خلاص کړي چې په نورو برخو په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې به هم ان شاءالله د لویو، لویو پرمختګونو شاهدان واوسو.

دغه راز محترم شیخ صاحب د اسلامي نړۍ د ټولنې له علماوو سره په لیدنه کې په غزه کې د مسلمانانو وضعیت ته په اشارې وویل، په غزه کې د مسلمانانو اوسنی حالت ډېر خواشینوونکی دی او د غزې اوسېدونکي په ډېر سخت حالت کې قرار لري، خو له بده مرغه د اسلامي هیوادونو مشرانو نه یوازې د دوی ملاتړ نه دی کړی؛ بلکې په دې اړه بیخي چوپ پاتې دی. خو برعکس کفري نړۍ د غاصبو اسرائیلو د وحشتونو ملاتړ کړی او هر ډول همکاري ورسره کوي.
محترم شیخ صاحب څرګنده کړه، اوس هم په ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه علماوو باندې لازمه ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د مظلومو مسلمانانو لاس نیوی وکړي. 
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د علماوو مسؤولیت ته په اشاره وویل، علماء مسؤولیت لري چې مسلمانان سره منسجم کړي، یووالي ته یې راوبولي او د یوه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره یې وهڅوي؛ تر څو د الله تعالی پر ځمکه الهي قانون پلی شي.
وروستیو کې محترم شیخ صاحب د اسلامي نړۍ د ټولنې علماوو ته د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې د تشکیل او کاري فعالیتونو په اړه پوره معلومات ورکړل.

د اسلامي نړۍ علماوو د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د لیدو وخت ورکړ او په افغانستان کې یې د اسلامي امارت د مسؤولینو او مجاهد ولس قربانۍ وستایلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی