د قضائي  تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۴:۴۸
د قضائي  تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي ریاست د معاون محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ یومؤظف پلاوي چې مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي روزي محمد (زمیل) او مولوي اخترمحمد (مظهري) یې غړیتوب درلود، د 1444 هجري قمري کال د محرم میاشتې په (20مه) نېټه د بدخشان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ. د قضائي تفتیش دغه پلاوي د خپل سفر په پیل کې د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي ریاست د معاون محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ یومؤظف پلاوي چې مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي روزي محمد (زمیل) او مولوي اخترمحمد (مظهري) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې په (۲۰مه) نېټه د بدخشان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د خپل سفر په پیل کې د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره وکتل؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د بدخشان ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس ټول اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات یې له ځان سره نوټ او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.

د سترې محکمې یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د بدخشان د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د (۲۷) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د اسنادو او وثایقو له شعبو او د حقوقو له امریت او مدیریتونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه او د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو پوره معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره نوټ او په پای کې يې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

د پلټنې هيئت د خپل سفر په دوران کې دولسوالیو له مسؤولینو او د بدخشان ولایت له محترم مرستیال والي صاحب سره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختک او د ځينو مربوطه ستونزو د حل په باره کې یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د سترې محکمې یاد پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونو په دقیق او هراړخیزه توګه وڅېړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی