د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس مفتي عبدالله(فرقاني)صاحب د ۱۴۴۴هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه،۱۷مه او۲۰مه نېټه د دغه ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغهیي او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې یې له نږدې وکتلې.

د استیناف محکمې رئیس د یاد سفر عمده موخه له نږدې څخه د محاکمو د قضائي او اداري چارو نظارت، د یادو محاکمو د مشکلاتو تشخیص، په ټولو محاکمو کې د شفافیت لا ډېروالی او له مرافعه محکمې سره د ټولو ابتدائیه محاکمو د رابطې تقویه کول وو.

د استیناف محکمې رئیس د یادو ابتدائیه محاکمو له ټولو اجراآتو څخه لیدنه وکړه، د هغوی دحاضرۍ کتابونه یې وکتل، مسؤولینو او منسوبینو ته یې ټینګار وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسي.

د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مفتي عبدالله(فرقاني) د یادو ابتدائیه محاکمو مسؤولینو او کارکوونکو ته په خطاب وویل، همېشه خپلو دندو ته په خپل وخت حاضر شئ، په خپلو چارو کې له صداقت، ایمانداری او شفافیت څخه کار واخلئ او له مراجعینوسره نېک چلند وکړئ.

د یادونې وړ ده چې د استیناف محکمې رئیس پر یادو ابتدائیه محاکمو سربېره د لغمان ولایت له ښاري محکمې څخه هم  لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی