د لوګر ولایت د استیناف محکمې په انګړ کې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۷
د لوګر ولایت د استیناف محکمې په انګړ کې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ (۱۷ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي روح الله (عبدالسلام) په خپل ریاست کې د استیناف، ښاري او ولسوالیو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته ترسره کړه.

یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د لوګر د استیناف محکمې رئیس د غونډې حاضرینو ته د قضائي او اداري چارو په اړه لازمې هر اړخيزې لارښوونې وکړې.

نوموړي وویل، له مراجعینو سره نېک او مناسب چلند زموږ ټولو مسؤولیت او مکلفیت دی، هر هیوادوال چې محکمې ته مراجعه کوي هغه حقونه یې باید محفوظ وي چې اسلامي شریعت او قانون ورکړي دي او هیڅ یو یې باید له خپلو حقونو بې برخې نشي.

د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روحالله (عبدالسلام) له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د قضاء د حیثیت او خپل درانه مسؤولیت دې پوره اهتمام وکړي، خپلو دندو ته دې پابند اوسي، او د قضایاوو د ژر او غوره حل لپاره دې له خپل ټول توان او قوت څخه استفاده وکړي.

د مجلس په پای کې د لوګر د محاکمو رئیسانو خپلې ستونزې او غوښتنې د استیناف محکمې له رئیس سره شریکې کړې، د نوموړي له لوري دوی ته ژمنه ورکړل شوه چې د دوی ټولو ستونزو او غوښتنو ته به د امکان تر حده رسېدنه کوي او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره به ټول لازم امکانات ورته برابروي.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی