د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د یاد ولایت د محاکمو له قضائي او اداري مسؤولينو سره غونډه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۳:۳۵
د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د یاد ولایت د محاکمو له قضائي او اداري مسؤولينو سره غونډه وکړه


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ٢٩مه نېټه د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د دغه ولايت د مرافعه محکمې او ښاري ابتدائيه محکمې له قضائي او اداري مسؤولينو سره د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د محکمې او قضاء پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، ټول مسؤولین يې خپلو دندو ته متوجه کړل، د حاضرۍ پر لاسلیک او دندو ته په خپل وخت راتلو يې ټينګار وکړ.
نوموړي زياته کړه، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړٸ او ستونزې يې ور حل کړٸ.
د غونډې په دوام د ننګرهار د مرافعه محکمې او ښاري ابتدائيه محکمې قضائي او اداري مسؤولينو د مرافعه محکمې سرپرست رئیس ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې خپل کارونه به په ټاکلي وخت ترسره کوي.
په دې غونډه کې د قضائي او اداري مسٶولينو ستونزې هم واورېدل شوې او د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د يادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د يادې غونډې له پاى ته رسېدو وروسته د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د اړوند محاکمو له دېوانونو ليدنه وکړه او مسؤولينو ته یې پر وخت د اجراآتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی