د هلمند مرافعه  محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت له شپږو ولسوالیو څخه ليدنه ترسره کړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۹:۵۷
د هلمند مرافعه  محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت له شپږو ولسوالیو څخه ليدنه ترسره کړه

د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو پلاوي د هلمند ولايت شپږو ولسوالیو ته سفر وکړ.

د دې پلاوي د سفر هدف بغني، باغران، ناوه مېش، نوزاد، کجکي او موسی قلعه ولسوالیو ته د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محکمو، محبسونو او د محبسونو د مسؤلینو او بندیانو سره له نږدې کتل وه.

چې په ورته وخت کې یې د ابتدائیه محکمو د فیصلو او نورو اداري چارو څخه نظارت وکړ، د بندیانو ستونزې یې له نږدې واورېدې او  د ستونزو د له منځه وړولو لپاره يې د محبسونو د مسؤلینو سره مفصل بحث او خبري وکړې.

د دې سفر په دوام کې د یادو ولسوالیو د ولسوالانو، قوماندانانو او استخباراتو له مسؤلینو سره يې هم پر یو شمېر موضوعاتو بحث وکړ چې د مشترکو همکاریو پر دوام ټینګار او ژمني وشوې.

همدا راز د ښاغلي حماس مولوي صاحب لخوا د یادو ولسوالیو د محبسونو د مسؤلینو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د دې سفر په سرته رسولو سره د مرافعه محکمي رئیس د ۱۹ ولسوالیو د ابتدائیه محکمو سفر پای ته ورساوه.

ښاغلي حماس د ټولو ابتدائیه محاکمو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د هیواد والو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ ترڅو پر وخت د عامو ولسونو د ستونزو د حل تر څنګ هغه زندانیان چې په محبسونو کې دي  بې برخلیکه پاته نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی