د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشري يو پلاوي د باباجي ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۳:۱۴
د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشري يو پلاوي د باباجي ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې ليدنه وکړه

چهارشنبه ۱۴۴۵/۱/۲ هـ ق نېټه د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د رئيس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ يو پلاوي د ياد ولايت د باباجي ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې ليدنه ترسره کړه.

حماس مولوي صاحب ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د يادې محکمې له محبس څخه ليدنه وکړه، چې د بنديانو د وضعیت او د هغوی د فیصلو پوښتنه يې وکړه.

وروسته يې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په انګړ کې د باباجي ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو له مدير سره ګډ تفاهمې مجلس وکړ، چې د يادې ولسوالۍ د شته مشکلاتو په اړه هر اړخيزې خبرې شوې، چې د يو او بل له لوري د همکارۍ ډاډ‌ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی