د پکتيا د ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۵:۵
د پکتيا د ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴ /۵ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د عمومي رئيس محترم مولوي محمد رحيم (نعماني) په مشرۍ او د ښاري محکمې د دېوانونو د قضاتو او اداري کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونه په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري محکمې عمومي رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وویل، ټول قضات بايد د قاضي اوصاف ولري، نوموړي د کارکوونکو د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو پر شفافيت ټينګار وکړ.
همداراز په ياده غونډه کې د راپورنو پر ترتیب او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۱۸) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۱۸) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې وژل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

بیا په خبرونو کی