د پکتیا د مرافعه او ښاري محاکمو د کارکوونکو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۴:۴۷
پکتیا د مرافعه او ښاري محاکمو د کارکوونکو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د روان 1444هـ ق کال د اوومې میاشتې په 11مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس له اداري، امنیتي او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه.

ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه او د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.

د مرافعه محکمې رئیس وویل، خپلې چارې د الله (جل جلاله) د رضا په خاطر په صحیح ډول ترسره کړئ، د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ژوند تېر کړئ، خپل اداري کارونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د سترې محکمې لوړ مقام د هدایاتو سره سم ترسره کړئ.

د قرآنکریم او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو په رڼا کې یې د اسلامي نظام، د امیر د اطاعت، متقابل احترام، اخلاص او رښتینولۍ په هکله ګډونوالو ته اصلاحي ویناوې وکړې.

همدارنګه د محکمې د چاپیریال په پاک ساتلو او د محکمې او قضاتو د امنیت په ساتلو یې ټینګار وکړ.

په پای کې د پکتیا ولایت مرافعه او د ښاري ابتدائیه محکمې اداري، امنیتي او خدماتي کارکوونکو د مرافعه محکمې له رئیس څخه مننه وکړه.

ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

بیا په خبرونو کی