د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ د راپور ورکولو په اړه اداري ناسته وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۴۰
د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ د راپور ورکولو په اړه اداري ناسته وشوه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د لسمې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د پکتیا ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله ( منقاد حقاني ) صاحب د پکتیا ولایت د استیناف محکمې عمومي ریاست او د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست له قضائي او اداري پرسونل سره په خپل کاري دفتر کې اوونیزه ناسته تر سره کړه .
د یادې ناستې په پیل کې د پکتیا ولایت استیناف محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله ( منقاد حقاني ) د غونډې ټولو ګډنوالو، قضاتو او اداري کارکوونکو ته ښه راغلاست وویل او یادو کسانو ته یې د ښه روغتیا غوښتنه وکړه.
په یاده ناسته کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله ( منقاد حقاني ) صاحب په خپلو خبرو کې ټولو قضاتو ته د قضاء اصولو او د قضاء د شان او شوکت په هکله د قرآن کریم او د رسول الله ( ﷺ ) د مبارکو احادیثو په رڼا کې او د حضرت عمر ( رضي الله عنه ) د اقوالو سره سم ویناوې وکړې، محاکم یې د اسلامي امارت د عدل او انصاف اصلي مرجع وښوده او په اړوند یې وویل، چې د ټولو محاکمو امور باید په شفاف او عادلانه ډول مخته ولاړ شي او له مراجعینو سره یې په برابري او مساواتو باندې د ښه چلند غوښتنه وکړه.
 قضاتو ته یې د عجز اختیارول، له کبر او کینې څخه د ځان ساتلو په اړه خبرې وکړې، د مجلس ګډنوال یې د ملت خادمین وباله، د محکمې د پرسونل تر منځ یې په همغږۍ د جمات د لمانځه، د حاضرۍ په پابندۍ، په رسمي وخت کې د خپلو دفترونو څخه د نه وتلو، د محکمې په امنیتي اوضاع او په اداري اصولو کې د محکمې د اداري کارکوونکو ته نیکې او لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د نورو قضاتو په نماینده ګي د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي کلیم الله ( قانت حقاني ) صاحب خبرې وکړې او د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست د فیصله شویو، مختلفو قرارونو باندې لېږل شویو او په مکتوبي ډول د مسترد شویو دوسیو په اړه راپور د مجلس ګډنوالو ته وړاندې کړ.
همدارنګه یې د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست د دواوینو ستونزې یې د استیناف محکمې له عمومي رئیس سره شریکه کړه او د پکتیا ولایت د ابتدائیه محاکمو د امورو د بهبود په هکله یې د د زړه له تله د استیناف محکمې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه.
یاده ناسته د استیناف محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان رئیس مولوي محمد کریم ( نسیمي ) له خوا د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی