د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د حج او اوقافو له رئیس او علماوو شورا له مسؤولینو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۴۹
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د حج او اوقافو له رئیس او علماوو شورا له مسؤولینو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې رئیس په (۲۶ /۹ /۱۴۴۴هـ ق) نيټه د یاد ولایت د حج او اوقافو د رئیس په  ګډون د علماوو شورا له رئیس او غړو سره ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې چې د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې په تالار کې جوړه شوې وه او د استیناف محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د یاد ولایت د علماؤو شورا رئیس، غړو او د حج او اوقافو رئیس په کې ګډون درلود، د مرافعه محکمې رئیس د یولړ مهمو موضوعاتو تر څنګ د محاکمو په چارو کې د نه مداخلې په اړه هم خبرې وکړي وویل، محاکم مستقل دي، هېڅوک نشي کولای چې د محکمې له حکم پرته یو کس مجازات او یا له بند څخه آزاد کړي.

محترم مفتي عبدالله (خالد) زیاته کړه، له مرکزي زندان، توقیف خانو او د ولسوالیو له زندانو څخه به وخت ناوخت لیدنه کوو، ترڅو د بندیانو ستونزو ته په کې رسېدنه وشي.

په یادو مواردو سربېره په ناسته کې د غلا، اختطاف او نورو جرایمو د کنټرول او مخنیوي او ځینې نورو ضروري مواردو په اړه هم خبرې وشوې.

دغه راز د پورته مواردو په اړه د ولایت په سطحه د مسؤولو چارواکو سره د ناستې جوړولو په اړه خبرې وشوې ترڅو په راتلونکي کې د ناوړه پېښو او عامه امنیت د اخلال سبب نشي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی