د کابل په ابتدائیه محکمه کې د مراجعینو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه معلوماتي غرفې او معیاري انتظار خونې جوړې شوې

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۸:۰
د کابل په ابتدائیه محکمه کې د مراجعینو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه معلوماتي غرفې او معیاري انتظار خونې جوړې شوې

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په هدایت د اداري معاونیت تر چتر لاندې د سترې محکمې مالي او اداري عمومي ریاست د ابتدائیه محکمې د مراجعینو لپاره د اسانتیا او معلوماتو رامنځته کولو په موخه د هر ریاست اړوند یوه غرفه جوړه او نن ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د دغه غرفو او انتظار خونو د پرانیستې په موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني)، د سترې محکمې د دارالافتاء عمومي رئیس محترم شیخ عزیزالله (مظهري)، د کابل د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عزیزالله (حیدري)، د سترې محکمې مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج مولوي کریم الله (زاهد)، د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د سترې محکمې مالي رئیس محترم ملا محمود، د سترې محکمې اداري رئیس محترم سید مجیب الله (ځل)، د کابل ولایت د څلورو زونونو رئیس صاحبانو او د ابتدائیه محکمې قضائي او اداري غړو او مراجعینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) وینا وکړه، د څلورو زونونو د رئیس صاحبانو له کارونو یې خوښي څرګنده کړه او دوی ته توصیه وکړه چې له مراجعینو سره نېک سلوک کوئ او قضیو ته یې پر ټاکلي وخت رسېدنه کوئ.

محترم شیخ حقاني صاحب د یادو غرفو او انتظار خونو د جوړېدو په موخه مراجعینو ته د اسانتیاوو رامنځته کول، اختلاط ختمول او د مراجعینو لخوا نوبت مراعاتول وبلل.

د سترې محکمې اداري معاون د زونونو رئیس صاحبانو ته ټینګار وکړ چې په غرفو کې د ناستو مدیرانو د چارو وخت پر وخت څارنه کوئ ترڅو د چا حق ضایع نشي او د ټولو مراجعینو چارې د نوبت په اساس ترسره شي.

وروسته د سترې محکمې د درالافتاء عمومي رئیس محترم شیخ عزیزالله (مظهري) خبرې وکړې وویل، دا چې مراجعین له باران، واورې، یخې او ګرمې هوا او نورو مشکلاتو او سختیو څخه په امن وي، نو په دې اساس اړوند مسؤولینو د یادو غرفو او انتظار خونو د جوړېدو اقدام وکړ.

د سترې محکمې مالي او اداري عمومي رئیس حاجي مولوي کریم الله (زاهد) وویل، د یادو غرفو او انتظار خونو په جوړېدو تقریبا یو نیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی او ټول لګښت یې د سترې محکمې له بودجې ورکړل شوی دی.

د کابل د ابتدائیه محکمې د څلورو زونونو مراجعینو د یادو غرفو او انتظار خونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي القضات صاحب څخه یې مننه وکړه چې تل یې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اړوند محاکمو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په یادو غرفو کې به د اړوند زون او ریاست یو کس ته دنده سپارل کېږي چې مراجعینو ته د اړتیا وړ معلومات وړاندې او اړوند زون یا ریاست ته یې رهنمايي وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی