د کندهار ولايت جنوب لوېديځ زون د تميز عالي مقام رياست کې سيمينار تر سره شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۳:۴۳
د کندهار ولايت جنوب لوېديځ زون د تميز عالي مقام رياست کې سيمينار تر سره شو

 

 

د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول د مياشتې په ١٩ مه نېټه د کندهار ولايت جنوب لویدیځ زون د تمیز عالي مقام ریاست کې د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر (هبة الله اخندزاده حفظه الله) د فرمان او د جنوب لویدیځ زون د تمیز عالي مقام د محترم رئیس شیخ الحدیث والتفسیر سردارمحمد (ابوالفیضان) په سپارښتنه د جنوب لویدیځ زون اړونده محاکمو د نوي قضائي پرسونل، د قضائي معاونیت محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو لپاره سیمینار تر سره شو.

د ياد سيمينار موخه د قضائي او اداري موضوعاتو تشرېح، د يادو محاکمو په چارو کې لا ښه انسجام او همغږي رامنځته کول وو.

په ياد سيمينار کې د کندهار ولايت د جنوب لوېديځ زون اړوند محاکمو نوي مقرر شويو قضاتو، مفتيانو، محررينو او د ياد زون د قضائي معاونيت محاکمو قضاتو، مفتيانو او محررينو ګډون درلوده.

په ياد سيمينار کې د عريضې، جلب پاڼې، صورت دعوى، دفع دعوى او فيصلې په اړه راغلو ګډونوالو ته عملي او نظري درسونه ورکړل شول او په دې برخه کې د تکړه علماوو يو کمېټه هم رامنځته شوه. ياد سمينار د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول په ٣٠مه نېټه د يوې لويې غونډې په ترڅ کې چې د جنوب لوېدیځ زون د تمییزعالي مقام محترم رئيس د قضاء، افتاء، قضاتو او مفتيانو د دندو اړوند وينا سره ياد سيمينار په برياليتوب پاى ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې د (۳۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې (له ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۳۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی