د کندهار ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۳:۴۱
د کندهار ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (۱۵/۱/۱۴۴۵هـ ق) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم شیخ مولوي عبدالغفار(بحر)صاحب په مشرۍ د یاد ولایت د محاکمو اړوند دېوانونو د رئيسانو غونډه ترسره شوه.

غونډه د ترافیکو دېوان د رئیس محترم تاج محمد صاحب لخوا د قرآنکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته محترم شیخ  عبدالغفار(بحر) صاحب وینا وکړه وویل، ښاري ابتدائیه محکمه انتقال چې مخکې يې  په عینو مینه کې موقعیت درلود، انتقال يې د مرافعه محکمې او تمیز عالي مقام څنګ ته ډېر نیک او ګټور عمل دی، ځکه اوس یادې محکمې ته د مراجعینو د تګ راتګ او له مرافعه محکمې او تمیز څخه د ښاري محکمې د لرې واټن ستونزې حل شوې.

دغه راز محترم بحر صاحب  زیاته کړ ه چې د مراجعینو لپاره د بعضې سهولتونو د ایجاد لپاره دجنوب غرب زون تمیز عالي مقام دمحترم رئیس صاحب او د کندهار ولایت  محترم والي صاحب د همکارۍ ژمنه کړې ده چې په یاده محکمه کې به نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره تشنابونه او د  اوداسه ځایونه جوړکړي اود مراجعینولپاره د سهولت   برابرولو پر یولړ نورو لارو چارو هم  بحث  وشو.

پر یادو مواردو سربېره د ځينو قضائي او اداري موضوعاتو په اړه هم د ناستې ګډونوالو خبرې وکړې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

غونډه ددعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی