د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د رئیسانو تر منځ غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۰:۴۱
د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د رئیسانو تر منځ غونډه ترسره شوه

 

سه شنبه ۱۴۴۴/۱۱/۲۴ ھ.ق نېټه د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه په داسي حال کې، چې د یادو دېوانونو رئيسانو، د تحریراتو رئيس او د وثایقو آمر ګډون درلود، د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالغفار(بحر)صاحب په مشرۍ دایره شوه.
یاده غونډه د مدني دېوان د رئیس مولوي عبدالجلیل ( سفیان ) صاحب لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
وروسته د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار (بحر) صاحب په خپله وینا کې وویل:
 څرنګه چې لیدل کیږي یو تعداد د مرافعه محکمې رئیس صاحبانو له محبس څخه لیدنه کړې وه او په خپلو راپورونو کې یې یو تعداد د بندیانو د بې سرنوشتۍ معلومات راکړي، بهتره به وي چې په میاشت کې یو یا دوه ځلې ټول د دېوانونو رئيسان هغه که ابتدائيه او یا مرافعه دي له محبس څخه لیدنه وکړي ترڅو هیڅ یو بندي د بې سرنوشتۍ په حالت کې پاته نه وي.
 همدارنګه په یاده غونډه کې په یوه حقوقي موضوع باندې هم بحث وشو او هیئت ورته وټاکل شو ترڅو ساحې ته ولاړ شي له نږدې په موضوع کې تحقیق او څېړنه وکړي.
او په یاده غونډه کې هدایت وشو، چې محاکم دي په خپلو  فیصلو کې د فیصلې لیکلو تعلیماتنامې (۶۴)مادې هدایت مطابق عمل وکړي.
یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې مسؤولينو لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د پکتیا زون نظامې محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)؛ د زون اړوند څانګو پکتیکا او خوست د رئیسانو سره په ګډه همغږۍ د پکتیا زون نظامي محکمې په انګړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

بیا په خبرونو کی