د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۲۹
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱ /۳ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵ /۳ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په جزائي برخه کې:

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۲۴) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۶۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۵۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په حقوقي برخه کې:

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۲۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۰۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:

 د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۸۷) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۱۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعالیتونه ترسره کړي دي:

دارالانشاء عمومي ریاست په درېیمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ په برخه کې (۵۰۱). . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالقیوم (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپین‌ږيرو په منځګړيتوب، د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړیتوب، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په یاده موضوع کې دواړه. . .

بیا په خبرونو کی