د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۳۹
د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د یادې ولسوالۍ د قلعه ګل سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع په ۱۷/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت محترم والي، د مرافعه محکمې محترم رئیس الحاج مولوي محمد ایوب (قلم)، د بېلابېلو قومونو مشرانو، سپین ږېرو او علماء کرامو ګډون درلود.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه، ولسونو ته یې ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د داسې موضوعاتو په حل کې له محاکمو سره همکار اوسئ.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو ته اصلاحي فیصله واورول شوه او د دواړو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او په رسمي ډول پای ته ورسېده.
غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی