د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي محمد ایوب (قلم) او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د یادو محاکمو مسؤولینو لخوا د مرافعه محکمې پلاوي راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست وویل شو؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئیس د یادو محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه د ليدنې ترڅنګ په يو شمېر موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د مراجعينو ستونزو ته د ښې رسېدنې، د چارو د لا ښه والي، د وثيقو د دقت او اصلاح، عرايضو او د سترې محکمې د متحدالمآلونو د تطبيق په موخه اړوند مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، زموږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنې په موخه دي او په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو د څارنې، ستونزو د حل او د هېوادوالو د اواز اورېدو په موخه دوام لري، ترڅو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.
د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د حاضرۍ په پابندۍ، قضایاوو ته په خپل وخت رسېدنې، د مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

بیا په خبرونو کی