په پکتيکا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۳۵
په پکتيکا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د يحیی خېلو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم نن دوشنبې (۲۳/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد مجرم په شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۱ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی