محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۸
محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال، مولوي رحيم الله (حقاني) د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د رئيس او مولوي محمد ابراهيم د دعوت او ارشاد د آمر په توګه په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) خبرې وکړې وويل، تغیر او تبدیل د اداري اصولو څخه یو اصل دی، نوموړي نويو ټاکل شوو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) ویلي چې د مسؤولیت په سپارلو او اخیستلو مه خفه کېږئ او کوښښ وکړئ چې د شریعت په چوکاټ کې ښه خدمت ترسره کړئ.
د غونډې په دوام نويو ټاکل شويو مسؤولينو ډاډ څرګند کړ چې خپلې چارې به د شریعت په چوکاټ کې په پوره ایماندارۍ سرته رسوو.
غونډه د شیخ ولي محمد (حقاني) لخوا په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د کابل ولایت د وثایقو د اصلاح کمېسیون په یوه میاشت او شل ورځو کې د (۱۰۹) وثیقو د تصحیح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحیح کمېسیون په یوه میاشت او ۲۰ ورځو کې له (۱۰ /۴ /۱۴۴۶څخه تر  ۲۸ /۵/۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې د (۱۰۹) بېلا، بېلو وثیقو د اصلاح قرارونه صادر کړي دي.

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۰
Background image

د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې د یاد ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغه‌يي، بادپښ او دولت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس د روزګان ولایت له نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدګل (صیاد) او ورسره مل پلاوي په ۲۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق د کندهار زون نظامي محکمې اړوند د روزګان ولایت له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

بیا په خبرونو کی