په غزني ولايت کې درېيو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې درې کسان چې پر لواطت متهم وو؛ نن دوشنبې ۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
جزا دېوان یاد متهمين پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۳۰ ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.