د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۰
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې د یاد ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغه‌يي، بادپښ او دولت شاه ولسوالیو پر ابتدائیه محاکمو سربېره د ښاري محکمې د دېوانونو او د یاد ولايت له زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خبرو کې وويل، دوسیې باید په خپل وخت سره حل او فصل شي، په ځانګړې توګه جزائي موضوعات باید ونه ځنډېږي، ترڅو هغه کسان چې بې ګناه دي، په بند کې پاتې نه شي او د زندانیانو برخلیک په خپل ټاکل شوي وخت معلوم شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه، د بندیانو حال یې واخيست، ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دوی اصولي غوښتنو ته به رسېدنه کېږي.
له زندان څخه د مرافعه محکمې د رئيس د ليدنې عمده موخه دا وه چې د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او د دوی د برخلیک پوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل او غزني ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل او غزني ولایتونو د مرافعه، ښاري، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۴۴۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد)؛ د مالي مدیر قاري عبیدالله (عابد) په ملتیا د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په لومړۍ، ۵ مه او ۷ مه نېټه د ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

خوست ولایت کې لسو مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او صبریو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون لسو کسانو ته د زنا او لواطت په تور او د کوره د تېښتې، تهديد او نامشروع. . .

بیا په خبرونو کی