د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۵۷
د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي محمد رحيم (نعماني) په مشرۍ د یادې محکمې د دېوانونو رئيس صاحبانو، مفتيانو، محررينو او اداري کارکوونکو په ګډون په ۱/۵/۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته وشوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د یادې محکمې رئيس قضائي او اداري مسؤولينو ته يو لړ اړينې سپارښتنې وکړې وويل، د تېر په څېر د مراجعينو کارونو ته د ښې رسېدنې په پار ټول خپلو مسؤولیتونو ته پوره پاملرنه وکړئ، د آمر اطاعت او د وخت قدر وکړئ، مسؤوليت درک کړئ او دندې ته په ټاکلي وخت حاضرېږئ.
نوموړي زیاته کړه، د اصولنامې سره سم باید په اونۍ کې یو ځل د بندیانو نظارت وشي، د اداري چارو د تېروتنو د مخنیوي په موخه باید وخت پر وخت د اداري کارکوونکو کړنې وڅارل شي.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی