په پکتيا ولايت کې اتو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳۲
په پکتيا ولايت کې اتو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د غلا، قتل، اختطاف په تور او دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم په ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پکتيا زون نظامي محکمې د یادو مجرمينو او متهمينو له ډلې دوه تنه پر ۱۰ـ۱۰ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ۳۹ دُرو، يو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، درې تنه پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او دوه وروستي کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ يادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام لخوا هم تائيد شوې وې.
پر مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا د حکم د تطبیق غونډه کې د پکتیا زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالهادي (همت) او د يو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیا زون نظامي محکمې رئيس پر مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزاګانو د تطبیق د ګټو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
یاده غونډه پر مجرمينو او متهمينو د تعزیري سزا د حکم له تطبيق وروسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی