د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۹
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۱۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۳۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۶) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۱۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی