د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۳
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۰/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه ۲۲ /۲ / ۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۷۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۹۴) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۸۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۳۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۱۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ، د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند بادغیس ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د جنوب لوېديځ زون د تفتیش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې او امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د قضاتو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او نورو اداري مسؤولینو، د استخباراتو، عدلیې او عامې روغتیا ریاستونو استازو، د شپږګونو امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي. . .

بیا په خبرونو کی