د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د څلورو ولسوالیو ابتدائيه محاکمو او ښاري محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۰:۳۰
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د څلورو ولسوالیو ابتدائيه محاکمو او ښاري محکمې څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د تحریراتو د آمر عبدالحنان (ابواحمد) په ملتیا د ميدان وردګ ولایت د جغتو، سیدآباد، دایمیرداد او جلریز ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو او له ښاري ابتدائیه محکمې څخه په ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئیس په یادو محاکمو کې د جزائي او حقوقي دوسیو او اجراآتو څخه څارنه وکړه.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس په دې ليدنه کې د یادو محاکمو مسؤولينو ته د چارو د لا ښه والي، دوسيو د ژر رسېدنې او مراجعينو د آواز اورېدو په برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی