د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د عامه امنيت او جزا دېوانونو رئیسانو او د زندان رئیس د کابل ولایت د عدلیې وزارت څخه راغلي پلاوي او د حقوقي مساعدینو رئیس مولوي محمدجان (طلحه) ترمنځ، په ۱۳/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د حقوقي مساعدینو رئیس خبرې وکړې او د راغلي پلاوي غوښتنه يې شریکه کړه وویل، که د جزائي موضوعاتو په برخه کې د بې‌بضاعته متهمینو لپاره په محاکمو کې د مساعدینو اړتيا وي؛ نو موږ سره يې شریکوی یې، بې‌بضاعته متهمین او بې‌سرنوشته کسان موږ ته معرفي کوئ او موږ سره په دې برخه کې رابطه کوئ؛ ځکه چې موږ ستاسو سره همکار یو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، دوی ته یې ډاډ ورکړ چې موږ د بندیانو او د دوی ستونزو ته د متحدالمآل په اساس په مرکز او ولسوالیو کې لومړيتوب ورکوو.
 ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس هم یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ډاډ يې ورکړ او د بندیانو موضوعات یې ورسره شریک کړل.
د غونډې په وروستيو کې د زندان رئیس قاري عبدالغني (عادل) وینا وکړه او پلاوي ته یې د محبوسینو د موضوعاتو په اړه خپلې کړنې وړاندې کړې.
په یاده غونډه کې د بنديانو په اړه نظرونه تبادله شول، ترڅو د بندیانو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنيت دېوان رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی