د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې  (۳۹۲) دوسيو ته  پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۱۵
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې  (۳۹۲) دوسيو ته  پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۸) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

په حقوقي برخه کې د (۱۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په جزائي برخه کې د (۶۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی