د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۳۴۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۴
د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۳۴۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د پروان ولايت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۱۰) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.

 له دې جملې څخه (۱۱۴) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۸۰) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۳) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.

له دې جملې څخه (۲۸) دوسيې تطبيق شوې، (۱۲) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۶) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۹۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی