د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۸۳۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۰:۵۸
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۸۳۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

 

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې له (۱ /۱۱ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، مدني او تجارتي برخو کې (۸۳۳) دوسیو ته رسېدنه کړې چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

.        د جزائي دوسیو په برخه کې:

د دوو اونیو په موده کې د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته (۳۸۴)  جزائي دوسیې واردې شوي دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۱۶۰) دوسیې فیصله  شوې، د (۶۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي ، (۱۷۸)  دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

2. د مدني دوسیو په برخه کې:

د دوو اونیو په موده کې د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو  څلورو زونونو ته (۲۷۱)  حقوقي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۴۷) دوسیې فیصله  شوې، د (۱۷۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي ، (۳۱)  دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

3. د تجارتي دوسیو په برخه کې:

د دوو اونیو په موده کې د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو  څلورو زونونو ته (۲۲۳) تجارتي  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۵۶) دوسیې فیصله  شوې، د (۹۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي ، (۲۴)  دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

                                                                                                                     

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی