د نورستان ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۵۳
د نورستان ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د مرافعه محکمې د اسنادو د ثبت، د دعوت ارشاد او حقوقو آمرینو په ګډون، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په۲۰ مه نېټه د قضائي چارو د لا ښه‌والی، په ټاکلي وخت قضیو ته د رسېدنې او همغږۍ د تقویې په موخه غونډه وشوه.

یاده غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حامد (محمدي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس خبرې وکړې وویل، قضائي منسوبین د خلکو او ټولنې پر وړاندې جدي مسؤولیت لري، نو هڅه وکړئ چې خپل درسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه ډول ترسره کړئ.

نوموړي زیاته کړه، موږ باید د عدالت د تأمین لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو، تر څو په ټوله کې د یو ښه مثال وګڼل شو.

د مرافعه محکمې رئیس وویل، د کاري راپورونو پر وخت جوړول او د قضائي چارو ګړندي کول، د اساسي ضرب الاجلونو دننه د مدعیانو د قضیو حل کول، د اداري اصوالنامې، شرعي قوانینو مطالعه او په ورځني فعالیت کې یې تطبیقول او په چار کې همغږي هغه موارد دي چې تاسو باید جدي توجه ورته وکړئ.

وروسته د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل، په اسلامي ټولنه او شرعي قانون کې یې د قضاء پر ارزښت او قضائي اجراآتو د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې، ګډونوالو د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) له ګټورو لارښوونو څخه د مننې په څرګندولو ژمنه وکړه چې خپلې دندې به د شرعي قوانینو او د سترې محکمې د لارښوونو په رڼا کې ترسره کوي او د شرعي قوانینو په پلي کولو کې به هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي محمد سعید (احمدي) لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی