د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره ناسته وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۲۲
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د  مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ناستې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس خبرې وکړې وويل، ورځنۍ قضائي او اداري چارې په اخلاص او د الله (جل جلاله) د رضا په خاطر ترسره کړئ.
نوموړي وویل، د قضاء او محاکمو چارې سختې او درندې دي؛ نو د محاکمو قضائي او اداري غړي دې هڅه وکړي چې ور سپارل شوي مسؤولینه په ښه ډول ترسره کړي او له مراجعینو سره دې اصولي چلند کوي.
نوموړي زیاته کړه، په ورین تندي په شرعي او اصولي ډول د مراجعینو ستونزو ته رسېدنه وکړئ.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د اسلامي امارت تر چتر لاندې د امراوو اطاعت پر تاسو لازم دی، د زړه له تله له خپلو امراوو سره مینه وکړئ، خپلې قضائي او اداري چارې د سترې محکمې د عالي مقام له اصولو، لوایحو، کړنلارو او قوانینو سره سم ترسره کړئ؛ ترڅو قضائي او اداري چارې پوره شفافې وي او د مشرانو اطاعت په کې شوی وي.
محترم مفتي خالد درنو قضاتو ته توصیه وکړه چې دوسیې اصولو ته په کتو سره ژر تر ژره فیصله کوئ، ترڅو خلک له ستونزو سره مخ نشي، دغه راز يې په جزائي او حقوقي دوسیو باندې مفصل بحث وکړ.
د ناستې په وروستيو کې د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئيسانو هم خپل نظرونه د مجلس ګډونوالو ته وړاندې کړل او ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی