د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د ښاري ابتدائیه محکمې له درېیم زون څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۲۰
د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د ښاري ابتدائیه محکمې له درېیم زون څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال محترم مولوي محمد مبین (الطاف) په ۱۴۴۶/۸/۶ هـ ق نېټه، د ښاري ابتدائیه محکمې له درېیم زون څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې مرستيال له قضائي غړو سره وليدل، ورپسې يې د یاد زون د جزا، تجارتي، بانکي او مالیاتي، مدني او عامه امنيت دېوانونو له اجراآتو څخه څارنه وکړه او د یاد زون د حاضرۍ، واردې او صادرې، جزائي او حقوقي اندراج او د رسیداتو کتابونه وکتل.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې محترم مرستيال مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې وویل، دوسیو ته د رسېدنې پر مهال نوبت باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي، هڅه وکړئ چې مراجعینو ته غوره آسانتیاوې برابرې کړئ او د دېوانونو چارې وخت په وخت تعقیب کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی