د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۵
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۶۶) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۴۲) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۷۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۷۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۸۷۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثيقې هم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د شوال المکرم میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په جریان کې د (۸۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

بیا په خبرونو کی